Quantcast
Channel: Pajhwok Afghan News
Viewing all articles
Browse latest Browse all 52202

د ناتو هوايي بريد له امله کندوز ښارکې يو ښوونځى ويجاړ شو

$
0
0

 کندوز(پژواک، ٢٤چنګاښ ٩٦): چارواکي وايي چې پر کندوز ښار  د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد له امله يو ښوونځى او څو کورونه په تېروتنې سره بمبار او ويجاړ شوي دي.

د کندوز د والي وياند سيد محمود دانش پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار بهرنيو ځواکونو په تېروتنه د کندوز ښار خواجه مشهد ښوونځى بمبار کړى دى.

 هغه زياته کړه :"د بهرنيو ځواکونو اصلي موخه، د خواجه غلطان ښوونځى و چې د ودانۍ تر شا يې طالبان ځاى پر ځاى وو؛ خو د ناسمو کورديناتو له امله، بهرنيو ځواکونو خواجه مشهد ښوونځى بمبار کړ چې په پايله کې  دا ښوونځى ويجاړ شوى؛ خو ځاني مرګ ژوبله يې نه ده اړولې."

په همدې تړاو د خواجه مشهد ښوونځي مدير حشمت الله صديقي وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا ٤ بجې رامنځ ته شوې او د ښوونځي يوه برخه يې ويجاړه کړې ده.

نوموړي زياته کړه :"دې بريد زيانونه اړولي، له بل پلوه  يې د زده کوونکو پر روحيه منفي اغېز کړى او هغه کورونه چې ‌ښوونځي ته نږدې واقع دي هم زيانمن شوي دي."

د کندوز اوسېدونکو هم د بهرنيو ځواکونو د ياد بريد په اړه غبرګون ښودلى دى.

د خواجه مشهد سيمې اوسېدونکي امرالدين وويل :"موږ سخت اندېښمن يوو چې چارواکي ولې د استوګنې سيمې بمباروي او دا ښيي چې خلک ان کورونو کې هم خوندي نه دي."

 د کندوز ښار اوسېدونکي حاجي رحيم الله هم د کندوز ښار پر امنيتي وضعيت نيوکه وکړه  ويې ويل چې دولت دې زده کوونکو ته امنيت خوندي کړي ؛ څو هغوى په ارام ذهن خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د ولسي جرګې يو شمېر غړو د جرګې نننۍ  غونډه کې د بهرنيو ځواکونو له لوري پر ښوونځي د بريد په تړاو د پلټنو غوښتنه وکړه.

 په ولسي جرګه کې د کندوز خلکو استازې شکريه پيکان د جرګې نننۍ غونډه کې د خواجه مشهد پر ښوونځي هوايي بريد ته اشاره وکړه ويې ويل :"د کندوز اوسېدونکي تباه شول کله د دولت وسله والو مخالفينو  او کله هم د کورنيو او بهرنيو ځواکونو له لوري هدف ګرځول کېږي؛ تر څه وخته  خلک هره ورځ قرباني ورکړي."

نوموړې زياته کړه، بايد جوته شي چې دا ښوونځى د چا له خوا هدف ګرځول شوى ؛ ځکه دا ښوونځى د ښار تر ټولو امن سيمه کې موقعيت لري.

ولسي جرګه کې  د کندوز د خلکو استازې  فاطمه عزيز  هم د دې پېښې په تړاو د پلټنې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې نور بايد د کندوز ښاريان په بېلابېلو نومونو قرباني نه شي.

نوموړې د جرګې له اداري پلاوي غوښتنه وکړه چې موضوع په جدي ډول وڅېړي.

 د هغې  په وينا،  دې بريد کې تر  ډېره  ملکي کسان زيانمن او کورونه يې ويجاړ شوي، چا چې دا بريد تر سره کړى بايد زيانمنو ته تاوان ورکړي.

د جرګې يو شمېر نورو غړيو هم ورته نظر درلود.


Viewing all articles
Browse latest Browse all 52202