Quantcast
Channel: Pajhwok Afghan News
Viewing all articles
Browse latest Browse all 52305

جنرال نېکولسن : د داعش تر ځپلو پورې به يې پر وړاندې عمليات روان وي

$
0
0

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٦) : په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان وايي چې د داعش ډېر  وسله وال افغانان نه، بلکې بهرنیان دي او افغانان يې له ناخوالو سره مخ کړي   دي .

په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان نېکولسن دغه څرګندونې د چنګاښ په ٢٤مه، د ناټو د روزنې ماموريت په مرکزي قوماندانۍ کې له افغان ځواکونو سره د قاطع ملاتړ ماموریت امنیتي همکاریو په برخه کې د امنیت د انتقال د ګډې قوماندانۍ (سیستیکا) د قوماندان د بدلېدو  د مراسمو پر مهال خبريالانو ته وکړې.

هغه زياته کړه چې په تېر یو کال کې د امریکا او افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې د داعش د خراسان  ولایت ډله ډېره ځپل شوې او په دې موده کې یې د نورو ډېرو جګپوړو قوماندانانو سربېره د داعش درې مشران هم وژلي دي.

نوموړي وويل، درې ورځې مخکې د داعش د خراسان ولایت امیر ابو سعيد په کونړ کې په یو هوایي برید کې ووژل شو.

د هغه په وينا، دا په تېر یو کال کې د داعش درېیم امیر دی چې له  خپلو افغان ملګرو سره د عملیاتو په پایله کې وژل کېږي.

جنرال نېکولسن وايي : (( لکه چې خبرياست له  تېرکال راهیسې د داعش پر وړاندې عملیاتو ته دوام ورکوو، په ځانګړي ډول د مارچ د میاشتې راهیسې، موږ  اوس د دغې ډلې د وسله والو په شمېر کې ډېر کمی ونیو، موږ د هغوی درې امیران ووژل او هم موږ په لسګونو د هغوی لوړ پوړي مشران وژلي دي. ))

د امريکايي او ناټو ځواکونو قوماندان وويل، د  امریکا پوځ د افغانستان په هرځای کې د داعش پر وړاندې عملیات ترسره کوي، خو هغه زياته کړه چې دا عملیات یې په ځانګړي ډول د ننګرهار د اچین په ولسوالۍ، کونړ او حتی د جوزجان په ولایت کې د داعش  ډلې پر وړاندې ترسره کړي دي.

د جنرال نیکولسن په وينا، د داعش پر وړاندې به دا عملیات د دغې ډلې د بشپړې ماتې تر  وخته په افغانستان کې ادامه ومومي.

هغه زياتوي : ((  د داعش ډېر وسله وال افغانان نه دي، دا بهرنیان دي چې افغانستان ته راځي او دلته افغانان له ناخوالو سره مخ کوي، موږ به  له افغان حکومت سره د دغې ډلې له منځه وړلو لپاره کارته دوام ورکړو . ))

د ناټو قوماندان وايي، که چېرې داعش خپل څلورم امیر هم وټاکي دوی به یې ووژني.


Viewing all articles
Browse latest Browse all 52305